۴ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۵ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۴:۲۰
sfdsfdasf

امنیتي پولیسو په بلخ، جوزجان، سرپل او ننګرهار کې ۱۵ تنه د غلا، وژنې، اخلاقي فساد او شراب څښلو په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، اووه تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په بلخ، درې تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان او دوه تنه د شراب څښلو او یو تن د وژنې په تړاو د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.