۴ ولایتونو کې؛ پولیسو نږدې ۲۰۰ په نشو روږدي درملنه او راټول کړي

د فراه امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۵۲ په نشو روږدي کسان چې پخوا یې په یاد ولایت کې راټول کړي وو، له بستر وروسته د ټاکل شوې کمېټې له لارې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
همداراز نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۴ روږدي په کاپیسا، ۱۲ په هلمند او ۵ تنه په بغلان کې راټول کړي او روغتیایي مرکزونو کې یې بستر کړي دي.