۴ ولایتونو کې؛ پولیسو د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۹ تنه نیولي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۱:۴۰
شیشیشی

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په مهال دوه تنه له ۶۶ کیلو ګرامه اېف سره د هرات په زاول ولسوالۍ او دوه تنه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۵ کیلو ګرامه شیشې(میتامفتامین) سره نیولي دي.
همداراز، پولیسو په بامیان، هرات او پکتیکا ولایتونو کې ۱۵ تنه د نشه یي توکو پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي او له نیول شویو کسانو یې ۳ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه شیشه او هیرویین لاسته راوړي دي.