۴ ولایتونو کې؛ پولیسو د بستر په موخه ۱۳۹ روږدي راټول او ۲۲ نور کورونو ته رخصت کړل
په مرکز او ولایتونو کې د روږدو د راټولولو په لړ کې پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۷۷ روږدي کسان په هلمند، ۴۸ تنه په غزني، ۱۰ تنه په پروان او ۴ تنه په پروان ولایت کې د بستر په موخه راټول کړي او روغتیایي مرکزونو ته لېږدولي دي.
همداراز، نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو غزني کې ۲۲ په نشو روږدي کسان چې پخوا یې په یاد ولایت کې د درملنې په موخه راټول کړي وو له بستر وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل.