۴ ولایتونو کې؛ لسګونه جریبه کوکنار ویجاړ او ۲۸ کسان نیول شوي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې لسګونه جریبه کوکنار اړولي او ۲۸ کسان یې د یادو توکو د خرڅلاو او کارونو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې؛ په میدان وردګ ولایت کې لسګونه جریبه د کوکنارو کروندې له منځه وړل شوي دي.
همداراز؛ کابل کې ۷ تنه له اووه کیلو شېشې، شاوخوا درې کیلو چرسو او ۶۴۵ دانو نشه یي ګولیو په تړاو او په غور کې درې تنه د ۱۷ زره کیلو ومانو په تړاو نیول شوي دي.
په ورته وخت کې، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو تخار مرکز تالقان ښار کې ۱۸ کسان د نشه یي توکو کارولو په تړاو نیولي دي.