۴ ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو یوه کارخونه ترلاسه او ۲۹ تنه ونیول شول
د هرات امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې ۱۶ تنه د نشه یي توکو خرڅلاو په تړاو نیولي او د یادو توکو یوه کارخونه، چې ۴۸ کیلو ومان، ۲۴ لېټره تیزاب او ۲۴ کیلو چونه پکې وه، سوځولې ده.
ورته مهال، پولیسو د نشه یي توکو خرڅلاو په تړاو شپږ تنه په کابل، شپږ په فراه او یو تن په بامیان ولایت کې نیولی دی.