۴ ولایتونو کې؛ د جنایي جرمونو په تړاو ۹ تنه ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۰:۱۱
سیبلسیبل

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په کونړ، نیمروز، هرات او خوست ولایتونو کې ۹ تنه د غلا، وژنې او قاچاق په تړاو نیولي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته به وسپارل شي.

له منځه یې، درې تنه د وژنې په تړاو په کونړ، څلور تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز او دوه تنه د غلا په تړاو په هرات او خوست ولایتونو کې نیول شوي دي.