۴ ولايتونو کې؛ پوليسو سلګونه کيلو نشه يي توکي کشف او اته تنه نیولي
د هلمند نشه یي توکو سره د مبارزې مبارزې پولیسو ددغه ولایت په خاشین ولسوالۍ کې ۲۹۳ کیلو نشه یي توکي(شیشه) چې په ټیوټا موټر کې یې ځای په ځای شوي وو کشف کړي او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
همداراز پولیسو غور کې درې تنه له ۱۱۷ کیلو اېف نشه یي توکو سره، دوه تنه په غزني کې له ۲۵ کیلو چرسو سره او د نشه یي توکو دوه پلورونکي په تخار ولایت کې نیولي دي.