۳ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۵ شکمن کسان د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي
د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په مهال شپږ تنه په هرات او دوه تنه د بلخ په حیرتان ښار کې د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي او یوه اندازه الکولي مشروبات، شیشه او چرس ترې لاسته راغلي دي.
همداراز، د کندهار امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو تېرې یوې اونۍ کې ۸ تنه نیولي او ۲۸ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه شیشه او نشه یي ګولۍ ترې ترلاسه شوي دي.
نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.