۳ ولایتونو کې؛ شاوخوا ۱۱۰ جریبه کوکنار اړول شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۲:۷
سبلسبس

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کوکنارو د له منځه وړلو د کمپاین په لړ کې په  ۱۱۱ جریبه ځمکه د کوکنارو کر په ننګرهار، لغمان او سرپل ولایتونو کې کې اړولی دی.
له منځه یې، ۶۶ جریبه کوکنار د ننګرهار په سپين غر او هسکه مېنه ولسوالۍ، ۳۷  جریبه  د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ او اته جریبه په سرپل ولایت کې له منځه وړل شوي دي.