۳۷۱ تنه پولیس د کندز ولایت پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۵
یسبیبسلسل

فارغو شویو پولیسو د جم نظام، تلاشۍ، حقوقو، ترافیک او نورو برخو کې لنډ مهاله زده کړې ترلاسه کړي دي.
د کندز ولایت پولیسو روزنېز مرکز قومندان سمونوال ملا عبد الستار طارق، نویو فارغ شویو پولیسو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ د ښه خدمت کولو لازمې سپارښتنې وکړې نوموړي ټینګار وکړ چې په خپل مسلک کې په اخلاص صداقت او امانت دارۍ سره د ټولنې خدمت وکړئ.
وروسته نورو ګډونوالو هم ویناوې وکړې او فارغ شوي پولیس یې خپلو دندو ته ځیر کړل.
فراغت غونډه د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېده.