۲۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو په ۷ ولایتونو کې ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ تنه د غلا، قتل او جعلي پیسو د کارونې په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو څخه؛ ۸ تنه د بغلان ولایت په برکې ولسوالۍ کې د قماربازۍ په تړاو، ۴ تنه په جوزجان ولایت کې د قتل په تړاو، ۴ تنه په ننګرهار ولایت کې د غلا په تړاو، ۲ تنه د پکتیکا ولایت په یوسفخېلو ولسوالۍ کې د یو عراده موټرسایکل د غلا په تړاو، ۲ تنه په خوست ولایت کې د یوې ریکشا د غلا په تړاو، ۱ تن د دایکندي ولایت په ګیتي ولسوالۍ کې د جعلي پیسو د کارونې په تړاو او ۱ بل غل په غزني ولایت کې نیول شوی دی.