۲۰ تنه مجاهدین او منسوبین له دوو میاشتنیو زدهکړو وروسته فارغ شول
۲۰ تنه مجاهدین او منسوبین د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د کمپیوټر او ټکنالوژۍ د دوو میاشتنیو زدهکړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.
د یادو منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ملکي چارو مرستیال الحاج مولوی عبدالرحمن قاسمي، د یاد معینیت د دفتر رئیس الحاج مولوي حسیبالله احمدي او نورو مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و.
ویناوالو د مجاهدینو او منسوبینو روزنه او مسلکي وړتیا لوړول مهم او اړین وبلل او په نوې عصر کې یې د کمپیوټر او ټکنالوژۍ پر اهمیت هراړخیزې خبرې وکړې. همدا راز ویناوالو پر مجاهدینو او منسوبینو ټینګار وکړ چې له خپل وخت څخه سمه استفاده وکړي، خپلې علمي او مسلکي وړتیاوې لوړې کړي او ځانونه د نړیوالې سیالۍ له معیارونو سره برابر کړي.
دا مراسم د خیر په دعا او فارغانو ته د تصدیقپاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېدل.