۲۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کابل، بغلان، تخار، بلخ، غزني، فراه، خوست او هلمند ولایتونو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې شپږ تنه، بغلان کې دوه تنه، تخار کې دوه تنه، بلخ کې درې تنه، غزني کې درې تنه، فراه کې یو کس، خوست کې یو کس او هلمند کې هم دوه تنه نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه هیرویین، ښيښه، تریاک، چرس، الکولي څښاک، کا تابلېت، تخمر شوي ممیز او ۴۰ زره پاکستانۍ کلدارې ترلاسه شوې دي.