۱۷ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۵:۴۵
ت

د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د وسله والو غلاوو، اخلاقي فساد، وژنې او شکونې په تور د دې ولایت له بېلابېلو سیمو نیولي دي.
همداراز دوه غله د هرات ښار د لومړۍ ناحیې او یو بل د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحیې له اړوند سیمو څخه د هرات او هلمند ولایتونو د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
په همدې حال کې د غور ولایت له فېروزکوه ښار څخه د نقلیه وسایطو درې غله او د کاپيسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ او د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ له اړوند سیمو څخه دوه قاتلین د پولیسو لخوا نیول شوي دي.