۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو له ۶ ولایتونو نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۵
sadfasf

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا عملیاتو پر مهال په ۶ ولایتونو کې ۱۵ تنه د غلا، قاچاق او دوکې په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه، درې تنه غله او یو تن د دوکې په تړاو په هرات، په سرپل کې درې غله له ۱۲ ځېرکو موبایلونو او ۴۵ زره افغانیو او ۲ تنه نور د ۹۳ پسونو د غلا په تړاو، درې غله په غزني، دوه تنه د ۳۰ بوشکو تېزابو د قاچاق په تړاو په بدخشان او یو بل تن د غلا په تړاو په لوګر ولایت کې نیول شوی دی.

همداراز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۶ د هاوان مرمۍ، ۲ د راکټ مرمۍ او دوه د ډي‌سي توپ مرمۍ کشف او ضبط کړي دي.