۱۴ زره کیلو ګرامه نشه یي توکي په تخار کې وسوځول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۵۷
adfas

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، له ۱۴ زره کیلو ګرامه څخه ډېر نشه یي توکي چې د تېر یوه کال په موده کې د دغه ولایت له اړونده سیمو څخه راټول شوي وو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د اسلامي امارت د یو شمېر مسوولینو په کې وسوځول.
په سوځول شویو توکو کې، تریاک، چرس، شیشه، نشه یي ګولۍ، الکولي مشروبات، د پروسس مواد او د کارخونو د جوړولو نور مواد پکې شامل دي.