۱۴ تنه له څلورو ولایتونو د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.
تېره ورځ د ملي پولیسو منسوبینو ۱۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو له کابل، هرات، لوګر او فراه ولایتونو څخه نیولي دي.
یاد کسان د وسایطو، د اوسپنې ویلې کولو د پرزو، او پیسو د غلا او همداراز د ځمکې د غصب او غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو غلا شوي مالونه او څو میله وسلې د پولیسو لاسته ورغلي دي.