۱۳ ولایتونو کې پولیسو لسګونه کسان نیولي او یوه اندازه مهمات یې ترلاسه کړي دي

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۴۶
sdgsgfd

د کورنیو چارو وزارت جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د غلا، وژنې، جوارګرۍ، قاچاق او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۲۹ تنه نیولي چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.

د نیول شوو کسانو له‌‌منځه، شپږ تنه په هرات، څلور تنه په غور، څلور تنه په سمنګان، درې تنه په لوګر، درې تنه په کندوز، دوه تنه په پکتیا، دوه تنه په نیمروز، دوه تنه په پکتیکا او درې تنه نور په هلمند، فاریاب او غزني ولایتونو کې نیول شوي دي.

په ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولسو یوه اندازه مهمات په پروان او اوه د پرسونل ضد ماینونه د کاپیسا ولایت په مربوطاتو کې کشف او لاسته راوړي دي.