۱۳ تنه د غلا په تړاو په هرات کې ونیول شول او ۹ سیټه غلا شوي ټلیفونونه هم لاسته راغلل

د هرات امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو، ۱۳ تنه د وسله والو او غیر وسله والو غلاوو په تړاو د یاد ولایت په مرکز او اړونده ولسوالیو کې نیولي او د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
په همدې حال کې، ۹ سبټه ځیرک غلا کړل شوي ټلفونونه هم د پولیسو له لوري پیدا شوي چې د کره اسنادو د وړاندې کولو وروسته به خپلو اصلي څېښتنانو ته وسپارل شي.