۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۵۸
zvcxv

د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو، د بېلابېلو جلا عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۱۳ تنه د غلا او د ځنګلي لرګیو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

له نیول شوو  کسانو څخه، ۶ تنه په نیمروز ولایت کې غلا په تړاو، ۴ تنه په ننګرهار ولایت کې د غلا په تړاو، ۲ تنه د کونړ ولایت په پېچ ولسوالۍ کې د ځنګلي لرګیو د قاچاق په تړاو او یو بل کس د فراه ولایت په شیب‌کوه ولسوالۍ کې د ۱۲ زره او ۸۰۰ افغانیو د غلا په تړاو نیول شوی دی.