۱۲ ولایتونو کې؛ پولیسو د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ۳۷ تنه نیولي دي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۱۵
asdfasf

د کورنیو چارو وزارت نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په کندوز، بلخ، بدخشان، تخار، خوست، فاریاب، اورزګان، کاپیسا، بامیان، پروان، زابل او هلمند ولایتونو کې د څو جلا اقداماتو په ترڅ کې ۳۷ تنه د نشه‌یي توکو پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

له نیول شوو کسانو څه باندې یو کیلوګرام چرس او شیشه، او څه باندې زر نشه‌یي ټابلیټونه هم ترلاسه شوي دي.