۱۲۰۰ یو کيلي او بې اسنادو وسایط په کابل کې  ودرول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۴۵
asasfasa

کورنیو چارو وزارت عامه امن پولیس د کابل ترافیک پولیسو ریاست په همکارۍ، ۱۲۰۰ عرادې یو کيلي او بې اسناده نقلیه وسایط درولي او د پولیسو ښارګوټي ته یې لېږدولي دي.
یاد ځواکونه د کابل په دروازو او بېلابېلو سیمو کې د ترافیک پولیسو په همغږۍ د تلاشۍ محلونه جوړ کړي او د بې اسناده وسایطو د تګ او راتګ مخه یې نیولې ده.