۱۱ ولایتونو کې؛ پولیسو ۴۸ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول
امنیتي ځواکونو د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د بېلابېلو غلاوو، وژنو، قمار، اسنادو جعل، ځورونو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۴۸ شکمن کسان نیولي چې دوسیې به یې د پولیسو تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، درې تنه د وژنې او شپږ تنه د غلا په تړاو په بلخ، درې وسله وال غله او څلور تنه د اسنادو د جعل په تړاو په هرات، دوه تنه د وژنې په تړاو په فاریاب او ۹ تنه د جوارګرۍ په تړاو په سرپل کې نیول شوي دي.
په ورته مهال، پنځه تنه په کندز، څلور تنه په ننګرهار، څلور تنه په سمنګان، دوه تنه په بادغیس، یو تن په غزني او یو بل تن د پکتیکا ولایت په مربوطاتو کې د وسله والو غلاوو په تړاو نیول شوي دي.