۱۰ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۷ تنه نیولي او وسلې او مهمات یې موندلي او ضبط کړي دي

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۰:۲۶
gddgd

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په ۹ ولایتونو کې د وژنې، غلا، قمار، ځنګلونو وهلو او نورو جرمونو په تړاو ۲۷ تنه نیولي دي.

له منځه یې، نیمروز کې شپږ غله او درې تنه د قاچاق په تړاو، پروان کې یو کس د ورور د وژلو او څلور تنه د قمار په تړاو، څلور مجرمین په سمنګان، درې تنه د وژنې په تړاو په ارزګان، دوه تنه په ننګرهار کې سرو زرو دکان ته د اور اچولو په تړاو، یو غل په غزني، یو تن د وژنې په تړاو په سرپل، یو غل په کندز او یو بل تن د ځنګلونو د وهلو په تړاو په کنړ کې نیول شوی دی.

ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یوه اندازه وسلې او مهمات د پکتیکا ولایت په مربوطاتو کې نیولي او ضبط کړي دي.