۱۰ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په ۶ ولایتونو کې ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۳۵
adfasfd

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو لس تنه نیولي دي. له نیول شوو کسانو څخه، ۴ تنه په کندوز ولایت کې د ځنګلونو د پرې‌کولو په تړاو، ۱ تن په سرپل ولایت کې له پنځو ماینونو سره، ۲ تنه په هلمند ولایت کې د غلا په تړاو، یو تن په هرات کې د ناقانونه وسلې ساتلو او انتقال په تړاو، ۱ تن په جوزجان ولایت کې د موټر د غلا په تړاو، او یو بل تن د غلا په تړاو په بلخ ولایت کې نیول شوی دی.
سربېره پر دې، د هرات پولیسو څلور غلا شوي موټرسایکلونه کشف کړي او یو غلا شوی موټر چې ګاڼې او زیورات هم پکې وو موندلی او بېرته یې خپل اصلي څښتن ته سپارلي دي.