یو کیلو ګرام شیشه او له ۱۰۰۰ دانو څخه زیاتې نشه یي ګولۍ په کابل کې کشف او ترلاسه شوې

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۷
sadff

۱۰۶۹ دانې نشه یي ګولۍ او یو کیلو ګرامه شیشه د کابل پلچرخي دروازې ته څېرمه د نشه یي توکو سره دمبارزې پولیسو له لوري کشف او ونیول شوې.
د پېښې په تړاو دوه تنه د پولیسو له لوري نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.