یو شمېر سپکې او درنې وسلې ډایاک ته وسپارل شوې.
د تېرو څلورو میاشتو په درشل کې د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې او سلګونه ډزه ګولۍ د جنايي جرمونو له مجرمینو ترلاسه کړې وې، چې تېره ورځ یې د ملي دفاع وزارت د ډایاک پروسې مسوولینو ته وسپارې.
په یاد تسلحیاتو کې ۲۱۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۵۳ کړۍ بېلابېل ماینونه، ۸۵ قبضې بمونه، ۳۹ ډزه د راکټ ګولۍ، دوه ثوب چاودېدونکي واسکټونه، ۲۲۱ ډزه دافع هوا ګولۍ، ۵۴ ډزه د هاوان ګولۍ، ۶۱ ډزه د توپ ګولۍ او ۲۰۰۰ متره ثانیه سوزه فلیته شامل دي.
یادې وسلې او مهمات په کابل ولایت او اړونده ولسوالیو کې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوې دي.