کونړ کې ۴۶ داعش جنګیالي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شول

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۵ - ۱۲:۳۷
6+

نن کونړ ولایت کې د داعش جنګیالیو ۴۶ کسیزه ډله امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوه.
یادو وسله والو جنګیالیو تر دې دمخه د کونړ په نورګل، څوکۍ، وټپور او ماڼوګۍ ولسوالیو کې د دولت ضد ترورېستي فعالیتونو ترسره کول.
امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د داعش وسله والو تسلیم شوې ۴۶ کسیزې ډلې د خبرو پرمهال په خپلو ترهګریزو فعالیتونو پښېماني وښوده او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به د خپلو نورو افغان وروڼو تر څنګ سوله ییز ژوند اختیاروي.
دوی د دولت د حقانیت په درکولو سره د داعش نورو وسله والو ته هم سپارښتنه وکړه، چې له دې نامشروع جګړې لاس په سر شي او له خپلو امنیتي ځواکونو سره یو لاس شي.