کونړ کې د چهارتراش لرګیو له قاچاق مخنیوی شوی.

امنیتي او دفاعي ځواکونو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په کنډۍ تنګي سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ګڼ شمېر چهارتراش لرګيو د قاچاق مخه نیولې ده.
قاچاق وړونکو غوښتل یاد لرګي د شپې له تیارې په استفاده له هېواده بهر انتقال کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
د دې قضیې په تړاو تراوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو په موخه یې د پولیسو پلټنې روانې دي.