کونړ کې د داعش ترهګرو د یوه کلیدي غړي په ګډون څلور ترهګر ونیول شول

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په کوزه جبه پشد کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش ترهګرو د یوه کلیدي غړي په ګډون څلور نور داعش ترهګر نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې کونړ کې تر دې دمخه هم ګڼ شمېر داعش ترهګر نیول شوي یا تسلیم شوي وو.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټونو ته وسپارل شي.