کونړ او نیمروز کې دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱ - ۹:۴۹
k

د کونړ ولایت د وټپور ولسوالۍ په اړوند شامیر کوټ سیمه کې یو کړۍ ماین کشف او شنډ شو.
ترهګرو یاد ماین د ترهګریزو پېښو د ترسره کولو په موخه ځای پر ځای کړی و، چې د ریموټ په وسیله څارل کېدو.
پولیسو ځای پر ځای شوی ماین موخې ته له رسېدو مخکې کشف او شنډ کړو.
د دې ترڅنګ؛ د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم ملي پولیسو یو کړۍ ماین کشف او شنډ کړو.