کوم کسان چې کابل کې یې په هدفي وژنو کې لاس درلود، تر لنډې نښتې وروسته وژل شوي او ژوبل شوي
د حرفوي ترهګرو دوه کسیزه ډله چې په کابل کې یې د هدفي وژنو په طرح او سازماندهي کې لاس درلود، د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې د یوې نښتې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او بل یې ټپي شوی دی.
یادو جنایتکاره ترهګرو له مودې راهیسې د کابل په اړوند سیمو کې په ځانګړې توګه په بګرامي ولسوالۍ کې په هدفي وژنو لاس پورې کاوه او نن له غرمې مخکې په ۱۱:۰۰ بجو یې هم غوښتل څو د بګرامي ولسوالۍ په کمري سیمه کې یو امنیتي منسوب د ډزو په وسیله ترور کړي، چې له پولیسو سره د نښتې په پایله کې یو کس وژل شوی او یو بل یې د سیمې د خلکو په همکارۍ نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه یوه قبضه تفنګچه، دوه قبضې لاسي بمونه او یو عراده موټرسایکل هم ترلاسه شوي دي.