کورنیو چارو وزیر: زموږ عفوه سياسي نه شرعي عفوه ده
د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني حفظه الله د خوست ولایت دې یوې دیني مدرسې په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د ګڼ شمېر فاضلانو دفراغت په مناسبت جوړه شوې وه.
نوموړي فاضلانو او د هغو کورنیو ته د مبارکي تر څنګ د یاد علمي مرکز له استاذانو څخه مننه وکړه چې په علمي او جهادي ډګرونو کې يې نه هېرېدونکي خدمتونه ترسره کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې زموږ مبارزې دوه موخي درلودې چې یوه د اشغال خاتمه او بله د اسلامي نظام حاکمیت و، د لومړنۍ موخې په ترلاسه کولو کې زموږ ولس له سختو ازمایښتونو سره مخ او بالاخره بریالی شو، دوهمه مرحله اوس پیل او موږ او تاسو ټول ورسره مخ یو، زموږ هر فرد د دغه هدف د تحقق او استحکام لپاره مسؤل دی.
ولس دي د پردیو رسنیو په څرګندونو او بې ځایه افواهاتو پر ځای زغم کوي، تحقیق دي کوي او یو فردي عمل دي د نظام پالیسي نه ګڼي.
زموږ عفوه سیاسي عفوه نه بلکي شرعي عفوه ده،بناء دا نظام یو نعمت دی، ددې نعمت شکر پر ټولو واجب دی.