کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له پلاوي سره وکتل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۸:۵۹
sdf

 

نن سهار د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي د معاون او مل پلاوي سره وکتل.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي معاون مارتین ګریفیت او ورسره مل پلاوي د کورنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه چې د ملګرو ملتونو د ټولو ادارو امنیت په ښه توګه ټينګ شوی.
ښاغلي وزیر هم له ګریفیت څخه د بشري مرستو د دوام له امله د مننې ترڅنګ وویل: تير شل کلونه نړيوالو هڅه وکړه چې په افغانانو د زور او تهديد له لارې خپلې غوښتنې ومني خو هغه څه چې ډيره هیلمندي رامنځ ته کوي دا دي چې موږ مسایل اوس د تفاهم او مذاکرې له لارې حل کوو.
ښاغلي خلیفه صیب وویل: غواړي نړۍ ته پيغام ورکړي چې  مونږ  متقابل تعامل ته قوي اراده او پوره امادګي لرو 
د ملګرو ملتونو د سرمنشي معاون وویل: غواړي په سبا ورځنۍ نړیوال کنفرانس کې د افغانستان لپاره کلنۍ څلور مليارده ډالرو غوښتنه وکړي چې دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې سارې کلنۍ مرسته ده.