کورنیو چارو وزارت کې د اپس (APPS) سیسټم په اړه د معلومات ورکونې دوه ورځنی سیمینار پرانیستل شو.
د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د لارښونې سره سم د اپس (APPS) سیسټم د ارزونې د موثریت او معلومات ورکونې په موخه د یاد وزارت په تالار کې د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال لوی پاسوال عبدالجبار پردلي لخوا دوه ورځنی سیمینار چې د جلب او جدب د مسوولینو او د کورنیو چارو وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د مالي او پېژند د کارکوونکو لپاره دی؛ پرانیستل شو.
په یاد سیمینار کې نږدې ۳۰۰ تنه عملیاتي کارکوونکو ګډون کړی و، چې ښايي د ټولو قطعاتو او جزوتامونو معلومات ثبت او د څرنګوالي په برخه کې یې لا زیات معلومات ښکاره کړي.
اپس (APPS) د (APPS-Afghanistan Personnel & Pay System) اصطلاح اختصار دی، چې دوه کال دمخه کورنیو چارو وزارت کې د لومړۍ ځل لپاره د پولیسو د کارتوتیک یا سوانحو د کمپیوټري کولو په موخه وآزمویل شو، چې تر دې دمه ۷۶ سلنه ځواکونه پکې ثبت شوي دي.
اپس سیسټم کولای شي، چې د یو پولیس منسوب ټول معلومات چې په هغې کې یې؛ تنخوا، امتیازونه، ترفېعات او د کاري مخینې په اړه ټول معلومات له مخکې ثبت شوي، د اړتیا په صورت کې د لاسرسي وړ کړي.
له طرزالعمل سره سم یاد سیسټم ته د جلب او جذب، مالي او د قطعاتو او جزوتامونو د پېژند کارکوونکي لاسرسی لري او د هر یوه دنده او صلاحیت مشخصه او محدوده ده.