کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت له ښوونیز مرکز څخه د افسرانو، ساتنمنانو او مداومینو په ګډون ۱۷۹ تنو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۲:۲۱
سیبس

کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت له ښوونیز مرکز څخه د افسرانو، ساتنمنانو او مداومینو په ګډون ۱۷۹ تنو د فراغت سندونه ترلاسه کړل. د فراغت په مراسمو کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د عملیاتي چارو مرستیال پاسوال مولوي شریف‌الله الهام ګډون کړی و او فارغینو ته یې د دندې د سمې اجرا، اطاعت او له هېوادوالو سره د ښه چلند سپارښتنه وکړه. فارغ شوي منسوبین به د عامه ساتنې ملي تصدۍ په بېلابېلو برخو کې پر دندو وګمارل شي.