کورنیو چارو وزارت د اداري فساد په وړاندې د څارنې او ارزونې د ګډې کمیټې له تعقیبي راپوره هرکلی کوي

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۱۷:۳۷
5

د اداري فساد په وړاندې د څارنې او ارزونې د ګډې کميټې د خبرپاڼې له مخې، کورنیو چارو وزارت د څارنې او ارزونې د کمیټې له نیمايي برخې زیاتې سپارښتنې په بشپړه توګه پلي کړي دي.

دا خبرپاڼه چې نن خپره شوه، له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمیټې راپور ورکړی، چې د دوی د موندنو او مشاهدو له مخې کورنیو چارو وزارت توانېدلی چې د دې بنسټ له نیمايي زیاتې سپارښتنې په پوره ډول پلي کړي او د پاتې نورو پلي کول جریان لري.

پدې راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر میاشتې تر پایه کورنیو چارو وزارت د دې بنسټ ۳۱ سپارښتنې پلې کړې، پر ۱۱ سپارښتنو کار پيل شوی او همداراز ۱۱ نورې سپارښتنې د کورنیو چارو وزارت په داخلي جوړښت کې د بدلون له امله خوندیځ شوې دي.

د یادونې ده چې په خپاره شوي راپور کې د کورنیو چارو وزارت له ځانګړو اقدامونو ستاینه شوې چې څو بېلګې یې په لاندې ډول دي:

• د کورنیو چارو وزارت د کاغذي دوسیه بندۍ د ارزونې لپاره د ۲۰۰ ښځینه کارکوونکو ګمارنه
• د فوق العاده ترفېعاتو کموالی: د ۱۳۹۴ ه.ش کال د ۲۰۰۰ ترفېعاتو کچه اوسمهال ۹ ته راښکته شوې
• شکایتونو او څېړنو ته د رسیدګۍ په هدف د عامه خدمتونو د یوه مرکز پرانیستل
• د معلوماتو د شريکولو په موخه له ايمېل څخه اعظمي استفاده

پداسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت رهبري یو ځل بیا د دې بنسټ له څارنې او ارزونې هرکلی کوي؛ نو ځان د لا زیاتو اصلاحاتو په راوستو، د ښو خدمتونو په وړاندې کولو او د روڼ چلند په رامنځته کېدلو ژمن بولي او دا خپل مکلفیت ګڼي چې حکومت او د افغانستان خلکو ته خپلې کړې ژمنې عملي کړي.