کنړ ولایت کې د وسایطو د تورو ښیښو پاکولو لړۍ دوام لري
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي محمد سلیم مخلص د پولیسو له پوستو د لیدنې پر مهال وویل چې، د قانون پلي کولو ته ژمن یو او چاته اجازه نه وکوو تر څو د تورو ښيښو، غیرقانوني انتنونو، لیزري څراغونو او نورو مشکوکو کړنو د هیوادوالو امنیت وګواښي.