کندوز کې د ترهګرو طالبانو درنه مرګ ژوبله؛ ۳۵ طالبان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۵۳
7

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره ورځ د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو ګڼې سپکې او درنې وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د امام صاحب ولسوالۍ اړوند سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.