کندوز کې اوه تنه د جنايي جرمونو او د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۰:۲۰
7

د کندوز ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو اوه تنه د جنايي جرمونو او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د تېرو درېیو ورځو په لړ کې د کندوز ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وژنې، غلا، جعل – تذویر او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نشه يي توکو د پلور په تړاو له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه هیرویین، نشه کوونکي تابلېتونه او الکولي څښاک هم ترلاسه شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.
د ملي پولیسو منسوبینو د "امنیتي میثاق" د طرحې پر بنسټ د مجرمینو د نیولو لپاره خپل عملیات چټک کړي او د دې برنامې د تطبیق په برخه کې به چې موخه یې د ښاریانو د امنیت غوره ټینګښت دی، له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.