کندوز او پروان کې څلور تنه د نشهيي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو له ملي امنیت ځواکونو سره یوځای د کندوز ښار په اړوند سیمو کې د نشهيي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه د نهه کیلوګرامه "تریاکو او چرسو" د قاچاق په تړاو نیولي دي.
همداراز د پروان ولایت له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو هم په جبلالسراج ولسوالۍ کې یو کس د پینځه کیلوګرامه هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولی دی.