کندهار کې ۲۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي
![5](/sites/default/files/2019-12/82006637_1557422991062259_3733820533058306048_o.jpg)
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو ۲۳۷ کړۍ ماینونه چې ترهګرو غوښتل په ترورېستي پېښو کې ترې استفاده وکړي؛ کشف او له منځه وړل شوي دي.