کندهار کې ۲۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او شنډ شول.
د تېرې اونۍ په لړ کې د کندهار ولایت د ملي پولیسو انجینیرۍ ډلې د کندهار ښار له اړوند سیمو ۲۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي چې امونیم نایترېت، پوتاشیم، RDX او یو شمېر نور مهمات پکې شامل وو، کشف کړي او له ښاره باندې یې چاودنه ورکړې ده.
ترهګرو یاد چاودېدونکي توکي د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې د ترهګریزو پېښو د ترسراوي په هدف ځای پر ځای کړي وو.