کندهار کې ۱۶ ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۹:۱۹
ش

تېره ورځ د کندهار-ارزګان پر لویه لار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په چنار سیمه کې ۱۶ ترهګر طالبان ووژل شول.
یاد ترهګر طالبان د ملي پولیسو او هوايي ځواکونو د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ترهګرو غوښتل چې په چنار سیمه کې د پولیسو پر اکمالاتي کاروان برید وکړي، چې له امنیتي ځواکونو سره ونښتل او په ترڅ کې درانه مالي او ځاني زیانونه ور واوښتل.
په دې نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.