کندهار کې یو ځانمرګی بریدګر ووژل شو

نن سهار د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدګر د پولیسو د ډزو په پایله کې ووژل شو.
یاد ځانمرګي غوښتل په حوض مدد سیمه کې ځان ته چاودنه ورکړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا له منځه یوړل شو.
د دې ځانمرګي برید د مخنیوي په پایله کې له یوې لویې ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی شوی دی.