کندهار کې په چاڼیزو عملیاتو کې ۲۰ ترهګر طالبان ووژل شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او د ملي اردو کومانډو ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کندهار ښار په ځینو ناامنو سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
په دې عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان ندی اوښتی.