کندهار کې لس تنه د نشه يي توکو د لېږد په تور نیول شوي

farhadi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۰ - ۱۵:۲
a


د کندهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو لس تنه د نشه يي توکو د لېږد په تور نیولي.
نیول شویو کسانو غوښتل څه باندې پنځه کیلو ګرامه هیرویین د کندهار د هوايي ډګر له لارې هندوستان ته ولېږدوي، چې موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شول.
د یادولو ده چې نیول شویو کسانو نشه يي توکي د کپسول په بڼه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو.