کندهار کې شپږ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
![d](/sites/default/files/2020-03/87984306_1618249601646264_2088001078254632960_n.jpg)
د ملي پولیسو منسوبینو د کندهار ولایت په نړیوال هوايي ډګر کې شپږ تنه د هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو څه باندې یو نیم کیلو ګرامه هیرویین د کپسول په بڼه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهرته یې قاچاق کړي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.