کندهار کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ټپي دی
تېره ورځ ترهګرو طالبانو د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ په میرازار سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوستې برید کړی، چې د ملي پولیسو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې د ترهګرو د یوه مهم قومندان په ګډون څلور ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.
همداراز دوه ترهګرو ماین خښوونکو غوښتل د دامان ولسوالۍ په مورغانکیچي سیمه کې ماین ځای پر ځای کړي، چې خپل لاسی ماین پرې چاودلی او له امله یې دواړه ترهګر وژل شوي دي.